اسیا کې به د برېښنايي موټرسایکلونو پلور او کارول ډېر شي؟
اسیا کې چې ډیریو هېوادونو ته ورشئ حتمآ ګڼ موټرسایکلونه په نظر درځي.
تر ډېره حده دغو هېوادونو کې موټرسایکل د یوه موټر دنده ترسره کوي ځکه چې ارزانه پرېوځي. تایوان، کمبوډیا، هند، اندونېزیا او پاکستان کې خو ډېر کله لیدلی شئ چې په یوه موترسایکل د کورنۍ څو غړي سپاره وي.
د شمېرو له مخې په نړیواله کچه یې د موټرسایکلونو نیمایي اسیا کې پلورل کېږي.
د ساري په ډول تایلنډ کې ۸۷ سلنه کورنۍ لږ تر لږه یو موټر سایکل لري. له تایلنډ وروسته ویتنام کې ۸۶ سلنه، اندونېزیا ۸۵ سلنه او مالېزیا کې ۸۳ سلنه کورنۍ موټرسایکلونه لري.
ګڼ وګړیزو هېوادونو چین او هند کې دا شمېر یو څه کم خو له ۵۰ سلنې پورته دی. بریتانیا کې بیا یوازې ۷ سلنه کورنۍ د موټر سایکل څښتنان دي.
اسیا کې تر ډېره موټرسایکلونه په پټرولو چلېږي خو کارپوهان وايي اوس د برېښنايي موټرسایکلونو دود په چټکۍ زیاتېږي.
اروشي کوټېچا چې د ګاډو صنعت کارپوهه ده وايي اسیا کې د الېکترونېکي یا برېښنايي موټرسایکلونو په پلور کې د زیاتوالي ګڼ لاملونه دي.
نوموړې وايي: "لومړۍ خبره خو دا ده چې هند او جنوب ختیځې اسیا هېوادونو کې د خلکو عاید اوس هم کم دی چې له امله یې هر کس د ګاډي اخېستو وس نه لري. په ځانګړي ډول داسې حالت کې چې د خوړو، تېلو او نورو توکو بیې په زیاتېدو دي نو ځکه خلک هڅه کوي چې برېښنايي موترسایکلونه وپېري."
اروشي وايي د روانې لسیزې تر پایه به اسیایو هېوادونو کې د برېښنایي موټرسایکلونو پلور څلور برابره زیات شي.
د روان کال په پیل کې یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې په نړیواله کچه ۲۰۲۰ کال کې د برېښنايي موټرسایکلونو پلور ۱۵ مېلیارده ډالره وو چې دا صنعت به ۲۰۳۰ کې څه باندې ۳۰ مېلیارد ډالرو ته پورته شي.
دا مهال چین په نړیواله کچه د برېښنايي موټرسایکلونو په تولید کې تر ټولو مخته دی.
د بیجېنګ اېن آی یو ټېکنالوجیز چې لومړی برېښنايي موټرسایکل یې ۲۰۱۵ کې بازار ته وړاندې کړی وو تر ټولو لوی تولېدوونکی شرکت دی.
جوزېف کونسټېنټي د دې شرکت د نړیوالې ستراتېژۍ مشر دی او وايي شرکت یې لومړی هغه وو چې برېښنايي موترسایکلونو لپاره له لیتیم بېټرۍ جوړې کړې وې.
نوموړی زیاتوي: "موږ چین او نړۍ کې لومړی شرکت شو چې د لیتیام بېټرۍ موترسایکلونه تولیدوو."
چین کې د برېښنايي موټرسایکلونو پېرلو کې حکومت هم مرسته کوي چې موخه یې د چاپېریال پاک ساتل دي.
خو شنوننکي وايي چې اسیا کې په پراخه کچه د برېښنايي موټرسایکلونو کارونې دودول لا هم ډېرې ننګونې لري.
یوه ننګونه یې دا ده چې په لرې پرتو سیمو کې د موټرسایکل د چارجولو اسانتیا نشته.

